له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه
د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو استازو په ګډون له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه.
په ناسته کې په فابریکو او شرکتونو کې د کارګر او کارفرما د اړیکو، کاري شرایطو، معاشونو، قراردادونو، له کار څخه د راپورته کیدونکو ستونزو او اختلافاتو د حل او همدارنګه هلته؛ موجوده شکایتونو ته د رسیدنې په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو؛ ترڅو په کاري چاپېریال کې د ټول اړخونو حقوق تأمین شي.
د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې الحاج ملا عبدالمنان عمري وویل: د کارګر او کارفرما ترمنځ د اختلافاتو عادلانه او قانوني حل د ټولنیز عدالت، کاري ثبات او اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دواړو لورو د حقوقو خوندیتوب ته په پوره معنا ژمن دی.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وويل، چې د وزارت تخنیکي ګروپونه به د کمېسیون پرېکړې په عملي ډول تعقیبوي؛ ترڅو د کارګرو او کارفرمایانو تر منځ حقوق؛ د عدل او انصاف له اصل سره سم خوندي شي؛ ترڅو په ټولنه کې منصفانه او عادلانه کاري چاپېریال رامنځته شي.
ناستې ته له کار څخه یو شمېر راولاړې شوې ستونزې وړاندې شوې؛ په اړه یې د هر اړخیز بحث په ترڅ کې د قضایاوو ټول اړخونه وڅیړل شول او د اسنادو له ارزونې وروسته، پرېکړې وشوې او اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو نه یوازې یادې پریکړې بلکه په خپل کاري چاپېریال کې د کار اړوند ټول تقنیني اسناد عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون د کارګرانو او کارفرمایانو ترمنځ د شخړو د هواري او حل لپاره یو مهم او ارزښتمن میکانیزم دی، چې موخه یې د کاري اړیکو سمون، د حقوقي ستونزو حل او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا ده.
