کونړ کې ۴۸۷ تنه له زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته ژمني توکي ووېشل شول
د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په نورګل او خاصکونړ ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۴٨٧ تنه زیانمنو مېرمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته ژمني توکي بنین، پټو، بوټان، دستکشې، خولۍ، بیک او جرابې د ۲۴۵۵۹۴۱ افغانیو په ارزښت ووېشل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د افغانستان د مېرمنو یووالي او پرمختیايي موسسې څخه د مننې سربېره له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د ژمي په موسم کې له زیان سره د مخ میرمنو، اړمنو، بېوزلو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
