کابل کې پر ٢١٦ تنو د ٨ بېلابېلو حرفو کاري وسایل ووېشل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هلو ځلو، د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د مختلفو کلیو ٢١٦ تنه اوسېدونکو ته د ٨ بېلابېلو حرفو کاري وسایل ووېشل شول.
هغه غونډه ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ په هېواد کې د بېکارۍ کچې را ټیټولو، هېوادوالو ته د غوره کاري فرصتونو د ایجاد، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د غوره ژوندانه زمینې برابرولو، د ماهرو ګاریګرو د روزلو او له اړمنو کورنیو سره د شته امکاناتو څخه په استفادې مرسته او د دوی لاسنیوی خپل مسؤلیت ګڼي.
د کار چارو معین همدارنګه له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو کورنیو او بهرنیو مؤسساتو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پالیسيو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې خپل پروګرامونه د هېواد تر لیرې پرتو سیمو هم وغځوي.
د دې وسایلو د وېش پرمهال د سرف افغانستان مؤسسې استازي محمد صابر حلیمي هم په خپلو خبرو کې د دې مؤسسې د فعالیتونو په هکله د معلوماتو شریکولو سربېره وویل: نن مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ پر ٢١٦ تنو د ٨ حرفو (مالدارۍ، دوکاندارۍ، خیاطۍ، پنجرمینۍ، جوس جوړولو، د برقي وسایلو ترمیم، موبایلجوړولو او خامک دوزۍ) کاري وسایل ووېشل.
نوموړي همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې سربېره ډاډ څرګند کړ، چې په خپلو برنامو کې به لاپراخوالی راولي.
په پای کې د شکردرې ولسوال مولوي فدامحمد فدایي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د مننې سربېره له دوی غوښتنه درلوده، چې په خپلو راتلونکو برنامو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه ولري.
نوموړي همدارنګه له مستفیدینو وغوښتل، چې له کاري وسایلو څخه په سالمې استفادې سره خپلو کورنیو ته د حلال زرق جوګه شي