کابل کې پر ٢١٦ تنو د ٨ بېلابېلو حرفو کاري وسایل ووېشل شول

naweed_admin
Sun, Dec 15 2024 9:29 AM
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هلو ځلو، د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د مختلفو کلیو ٢١٦ تنه اوسېدونکو ته د ٨ بېلابېلو حرفو کاري وسایل ووېشل شول. 
هغه غونډه ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ په هېواد کې د بېکارۍ کچې را ټیټولو، هېوادوالو ته د غوره کاري فرصتونو د ایجاد، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د غوره ژوندانه زمینې برابرولو، د ماهرو ګاریګرو د روزلو او له اړمنو کورنیو سره د شته امکاناتو څخه په استفادې مرسته او د دوی لاسنیوی خپل مسؤلیت ګڼي.
د کار چارو معین همدارنګه له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو کورنیو او بهرنیو مؤسساتو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پالیسيو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې خپل پروګرامونه د هېواد تر لیرې پرتو سیمو هم وغځوي. 
د دې وسایلو د وېش پرمهال د سرف افغانستان مؤسسې استازي محمد صابر حلیمي هم په خپلو خبرو کې د دې مؤسسې د فعالیتونو په هکله د معلوماتو شریکولو سربېره وویل: نن مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ پر ٢١٦ تنو د ٨ حرفو (مالدارۍ، دوکاندارۍ، خیاطۍ، پنجرمینۍ، جوس جوړولو، د برقي وسایلو ترمیم، موبایل‌جوړولو او خامک دوزۍ) کاري وسایل ووېشل. 
نوموړي همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې سربېره ډاډ څرګند کړ، چې په خپلو برنامو کې به لاپراخوالی راولي.
په پای کې د شکردرې ولسوال مولوي فدامحمد فدایي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د مننې سربېره له دوی غوښتنه درلوده، چې په خپلو راتلونکو برنامو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه ولري.
نوموړي همدارنګه له مستفیدینو وغوښتل، چې له کاري وسایلو څخه په سالمې استفادې سره خپلو کورنیو ته د حلال زرق جوګه شي

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS