د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې موخه یې په چارو کې د کارګر او کارفرما ترمنځ د حقوقو تأمین، د کاري اړیکو پیاوړتیا او د همغږۍ رامنځته کول دي.
په سمینار کې ګډونوالو د کارګر او کارفرما ترمنځ د حقوقي اړیکو، د دواړو اړخونو یو پر بل د حقوقو او مکلفیتونو او همدارنګه له کار څخه د شخړو د رامنځته کېدو د عواملو د مخنیوی او د حلوفصل معیاري او عملي لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل، ترڅو د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د اداري چارې معیاري او د کار په بازار کې د شته اختلافاتو او ستونزو کچه تر یوبریده راټیټه شي.
د یادولو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه داده، ترڅو د مختلفو امارتي او غیرامارتي ادارو کارکوونکو ته د وخت او د کاري اړتیاوو له غوښتنو سره سم د ظرفیتلوړونې په موخه لنډمهاله او اوږدمهاله نظري او عملي روزنیز سیمنارونه ترسره کړي؛ ترڅو ګڼ شمېر کارکوونکي ترې برخمن شي او په ورځنیو چارو کې ورڅخه استفاده وکړي.
