د کار چارو معینیت د رهبرۍ ناسته اونیزه غونډه جوړه شوه.

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱:۲۹
ع


د کار چارو معینیت اونیزه ناسته د کاري چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ او د یاد معینیت اړوند رئیسانو تر منځ جوړه شوه. 
په دې ناسته کې د قانون مطابق د کنټرول څرنګوالي پلان طرحې، قوشتیپې، تاپي او نفت کاز را ایستلو پروژو او د بیکارۍ د له منځه وړلو په موخه یادو پروژو کې د افغان کارګرو د ښه تنظیم او بهر ته د کارګرو لیږولو اړوند هر اړخیز بحث و شو. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو د حقوقو او له ټولو ادارو سره د کارونو او کارګرو د تنظیم برخه کې اساسي وزارت یاد کړ؛ و یې ویل: هڅه کوو، چې د خپل کاري ټیم په ملتیا او ګډه همکارۍ په هیواد کې بیکاري کنټرول او په کور دننه کارمونه زیاته کړو. 
نوموړي د یادو موضوعاتو اړوند ټولو ریاستونو مشرانو ته لارښوونه و کړه؛ څو په خپلو چارو کې له صداقت څخه کار واخلي او په ښه همغږۍ د وطن او هیوادوالو خدمت و کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

بیرته خبرونو ته