د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۴:۵۰
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، په داسې حال کې چې د کار چارو معین هم حضور درلود، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له نوي رئیس ټیټي هیبااکاري سره د پېژندګلوۍ ناسته وکړه. ناسته کې دواړو لوریو د غوره کار د ترویج، کارموندنې، د فني او حرفوي زده کړو پراختیا، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کار بازار د لا ښه‌والي په اړه خبرې اترې وکړې. الحاج ملا عبدالمنان عمري، وویل: دا وزارت ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د مختلفو لارو چارو څخه په استفادې د بېکارۍ کچه راټیټه، د ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه ایجاد او له هېواد څخه بهر په قانوني توگه د افغان ماهرو کاریگرو د لېږد زمینه برابره کړي. سرپرست وزیر، همدا راز د کار نړیوال سازمان څخه وغوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپلې پروژې تطبیق کړي. ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وویل: د افغان کارکوونکو ظرفیت لوړول، د کار اړوند تقنیني اسنادو پلي کول او په دې برخو کې له نړیوالو ادارو سره همغږي زمونږ لپاره مهم لومړیتوبونه دي او د دې موخو د ترلاسه کېدو لپاره اړینه ده، چې ټولې خواوې په ځانگړې توگه د کار نړیوال سازمان له دې وزارت سره نږدې همغږي ولري. په پای کې، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ټیټي هیباکاري، په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د خوښۍ سربېره، د دې سازمان د فعالیتونو او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنگ ژمنه وکړه، چې افغان وګړو ته به د سهولتونو د برابرېدو په موخه له دې وزارت سره د کار اړوند برنامو او د اړتیا وړ نورو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوی اختر په مناسبت ۳۵۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول

د لغمان او کاپیسا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د لغمان ولایت ذکورو روزنتون ۱۲۵ تنه او ۱۲۵ تنه نور د کاپیسا  ولایت  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د راتلونکي نیکمرغه لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۵
Background image

د کار او ټولنیزو وزرات کې د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د فعالېدو په موخه، هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ترمنځ، د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د رامنځته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳
Background image

فراغت ۲۹۵ تن از آموزش‌های فن و حرفه در هرات و بغلان

به اساس تلاش‌های و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایات هرات و بغلان؛ ۲۹۵ تن از کارآموزان که ۲۶۴ تن آن در هرات و ۳۱ تن دیگر از ولایت بغلان بودند؛ پس از به پایان رسانیدن برنامه. . .

بیرته خبرونو ته