غزني کی ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۱
غزني


د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم او تعمیراتي برېښنا په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج عبدالقیوم مکلوم په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ کسب او کار د اسلام مبارک دین له نظره یو مهم اصل  وباله او ټینګار یې وکړ، چې مسلکي مهارتونه کولی شي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیته کړي او د کورنیو اقتصادي ثبات د پیاوړتیا سبب وګرځي. همداراز نوموړي له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په ورځني ژوند کې استفاده وکړي او له همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۱
Background image

غزني کی ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم او تعمیراتي برېښنا په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

د مالي او اداري چارو په معینیت کې د وزارت د اوږد مهاله ستراتیژیک پلان په لومړنۍمسودې بحث وشو


د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالعزیز نصیر په مشرۍ، د یاد معینیت اړونده ریاستونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان په لومړنی مسوده کې د خپلو دندو، مسئولیتونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د ټولنیزو چارو معین د مرکزي زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي رئیس سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده د مرکزي زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي رئیس الحاج قاري شفیع‌الله مشفق سره  په کتنه کې د اړوندو. . .

بیرته خبرونو ته