غزني کی ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول
د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایلترمیم او تعمیراتي برېښنا په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج عبدالقیوم مکلوم په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ کسب او کار د اسلام مبارک دین له نظره یو مهم اصل وباله او ټینګار یې وکړ، چې مسلکي مهارتونه کولی شي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیته کړي او د کورنیو اقتصادي ثبات د پیاوړتیا سبب وګرځي. همداراز نوموړي له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل چې له ترلاسه شویو زدهکړو، تجربو او مهارتونو څخه په ورځني ژوند کې استفاده وکړي او له همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.
