د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
بلخ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد ابراهیم غضنفر مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره د دې خونې د فعالیتونو په اړه معلومات شریک او څرګنده یې کړه، چې توانېدلي دي ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کوچنيو او سترو کارونو زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز د کار اړوند تقنیني اسنادو د پلي کېدو او د کارګرو ایمني او حقوقو د رعایت کولو څخه ډاډ څرګند کړ او د کار بازار د اړتیاوو پېژندلو او همدې ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو او پر معاشاتو د مالیې د کمولو په برخو     کې د پاملرنې غوښتنه درلوده. 
ورپسې د کانونو او صنایعو د خونې رئیس امام‌الدین سنایي زاده په خپلو خبرو کې وویل: د دې خونې غړي توانېدلي چې په خپلو پانګونو سره د کارپنځونې ګڼ شمېر فرصتونه برابر او هم په اړوندو فابریکو کې دوو زرو بېرته راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره او دې لړۍ ته به ادامه ورکوي. 
په همدې ترتیب ځینو نورو پانګوالو هم په خپل وار خبرې وکړې او بهرنیو وګړو ته د کاري ویزو په ورکړه کې د آسانتیاوو د رامنځته کېدو، فابریکو ته د برېښنا د تأمین، د صنعتي ښارګوټي د ځمکو د وېش د پیل، د کار جوازونو په ورکړه کې د سهولت رامنځته کېدو او ځینو نورو برخو کې د اړوندو مسوولینو د پاملرنې غوښتنه درلوده. 
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم خپله وینا کې څرګنده کړه: د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت مطابق ټولې امارتي ادارې مکلفې دي، چې په خپلو کاري برخو کې خصوصي سکټور ته سهولتونه برابر او ورڅخه لازم ملاتړ وکړي او دا د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. د کار چارو معین زیاته کړه: خصوصي سکټور د حکومت ترڅنګ توانیدلی، چې له یوې خوا د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره قوي ګامونه واخلي او له بلې خوا په خپله اډانه کې لوی شمېر بشري ځواک ته د کار زمینه جوړه کړي. د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د امکان تر بریده دې هڅې وشي، ترڅو بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې لپاره کار او د هغوی لاسنیوی وشي او هم دې د کار اړوند تقنیني اسنادو په پام کې نیولو سره د کار فرمایانو او کاریګرو ستونزې حل شي. 
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خصوصي سکټور له استازو غوښتنه وکړه، چې په دندو کې دې کورنیو وګړو ته لومړیتوب ورکړل شي او که د اړتیا په صورت کې په تخنیکي برخو کې بهرني وګړي ګمارل کېږي نو د دوی په واسطه باید افغان ماهر کاریګر وروزل شي. همداراز یې ډاډ ورکړ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سکتوري ادارو سره په تفاهم او مرسته توانیدلی، چې د بهرنیو وګړو د کاري ویزو د ورکړې په بهیر کې د پام وړ سهولتونه رامنځته کړي. په پای کې یې ژمنه وکړه چې په ناسته کې مطرح شوي وړاندیزونه به له اړوندو مسوولینو سره د حل په موخه تعقیبوي او هم به په راتلونکي کې د ورته ناستو زمینې برابروي. 
د ویلو ده چې په دې سفر کې د وزارت د انسټیټوټ رئیس شریف‌الله شرافت او د کار چارو معینیت سلاکار مولوي محمد کریم حنفي د کار چارو د معین ملتیا کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته