ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ماهر کارګر په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
د فراغت تصدیقپاڼو په وېش غونډه کې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس، الحاج قاري عزیزالله جهادمل، ځوانانو ته د فراغت د مبارکۍ سربېره وویل: د مسلکي زدهکړو موخه د ځوانانو وړتیاوو لوړول او د کار بازار ته د ماهرو کاریګرو چمتو کول دي.
نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل چې له خپلو ترلاسه شویو مهارتونو څخه د ټولنې د خدمت، ځانبساینې، د حلال رزق د ترلاسه کولو او د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
