د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت له مرستیال وزیر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۵۰
هیئت ایرانی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري نن د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر ښاغلی سید مالک حسیني او ورسره مل پلاوي سره وکتل او په دوه اړخیزو کاري، تجارتي او اقتصادي اړیکو، د  کار ځواک په تبادلې، د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو د کار بازار په مطالعې او د اړتیاوو پر تشخیص، د ایران اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغانان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ مرستیال او ورسره مل پلاوي ته یې د ښه‌راغلاست ویلو سربېره زیاته کړه: د افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او  په هغه هېواد کې د افغان کارګرانو ته د عادلانه مزد، بیمې، د کار د خوندي شرایطو، د بشري او کاري حقونو د تضمین او خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت غواړي، چې له هېوادونو سره په ځانګړي ډول د ایران اسلامي جمهوریت سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او په کار پوه کارګرو د لېږد پر څرنګوالي، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسېږي، او له هغه هېواد سره د کار ځواک تبادله وکړي.

ورپسې  د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر ښاغلی سید مالک حسیني هم په خپلو خبرو کې وویل: ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، ترڅو د کارګرانو په قانوني انتقال، د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې، په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو په لار اچولو او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي

همداراز ښاغلي حسیني له افغانستان سره د ایران د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته تاریخي، کلتوري او دینی اړیکې باید پراختیا ومومي.

 دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پر پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو او د انساني همدردۍ پر بنسټ، خپل تعاملات نور هم پراخ کړي او په دې برخه کې ګوټلي ګامونه واخلي.
په پای کې ښاغلي سید مالک حسیني د کار او ټولنیزو چارو له وزیر الحاج  ملا عبدالمنان عمري څخه غوښتنه وکړه، چې د دوه‌اړخیزو کاري اړیکو د پراختیا په موخه دې د ایران اسلامي جمهوریت ته دې رسمي سفر وکړي .

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته