د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د اکبر موسسې له رئیس  سره وکتل 

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۵۹
wazir

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام (اکبر) موسسې له رئیس نامیک  حیدروف او مل پلاوي سره وکتل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د بیکارۍ او بیوزلۍ کچې د کمښت پر څرنګوالي او پر حل‌لارو، د مرستو په غوره همغږۍ او مستحقینو ته د هغوی په رسولو او په ټوله کې د هېواد په کچه د زیان سره مخ اقشارو پر ستونزو او د ټولنیز خوندیتوب په ټینګښت خبرې اترې وشوې.
په پیل کې الحاج ملا عبدالمنان عمري؛  وویل: د فقر کچې کمښت او همدارنګه د بشري مرستو د غوره توزیع لپاره ضروري ده، چې د مرستو په برخه کې د پروژو په ډیزاین او تطبیق کې له امارتي ادارو په ځانګړي توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره همغږي وشي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان باندې چې له نیکه مرغه په وروستیو پړاوونو کې دی، کار کوي او هېله لرو چې دا پلان به د اکبر موسسې له استازو سره یوځای د افغانستان خلکو ته د کانفرانس او رسنیو له لارې خپور کړو.
د اکبر موسسې مشر  نامیک  حیدروف هم په خپلو خبرو د افغانستان پر ټولنیز وضیعت د کلي جاج او بحث وروسته ژمنه وکړه، چې له مرستندویه موسسو سره د افغاني ټولنې د واقعي وضیعت تصویر شریکوي او هڅه به کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت وړانديزونه او نظریات په ټولو پروژو کې په پام کې ونیول شي.
ښاغلي حیدروف د پنځه کلن ستراتيژيک پلان له ترتیب څخه د خوښۍ په څرګندولو سربېره ژمنه وکړه، چې د پلان د تطبیق په هغو برخو کې د موسساتو اړوندېږي پوره همغږي او همکاري تر سره کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته