نویو پانګه‌والو او ونډه‌والو ته د ام ټې ان مخابراتي شرکت د ملکیت او مدیریت د سپارلو په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ګډون او وینا وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۴۹
کابل

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ د ATOMA  نوم ته د MTN  د بدلیدو  او نویو پانګه‌والو او ونډه‌والو ته یي د ملکیت او مدیریت د سپارلو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې وویل:  هېله لرو چې ATOMA  په نوي اجرائوي مدیریت سره  د افغانستان اسلامي امارت او په مجموع کې خصوصي سکتور سره اړیکې تر پخوا نورې هم پیاوړې او غښتلې شي، په مخابراتي سکتور کې په کاربوختو کارګرانو او کارکوونکو مادي او معنوي حقوقو؛ پوره او ډاډمن تأمین ته زمېنه برابره شي، د مکالماتي او انټرنټي خدمتونو په کمیت او کیفیت دواړو کې غوره‌والي راشي؛ د تکنالوژۍ په برخو کې له نړیوالو معیارونو سره هم‌مهاله ګامونه واخلو، د مشتریانو غوښتنو ته پاملرنه زیاته کړو او دا خدمتونه د هېواد هرې لیرې پرتې سیمې، کلیو او بانډو ته ورسیږي.

ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې زیاته کړه: له نیکمرغه په هېواد کې تر بل هر وخت اوس‌ هر ډول قانوني خدماتو او فعالیتونو ته زمېنه برابره ده، د هر پانګه‌وال سر، مال، عزت او شرف خوندي دی، دا چې اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي، نو په همدې اساس له هېواد میشته ځوانانو څخه د زغم او همدارنګه له سیاحتي شرکتونو غواړو چې په سیاحتي ویزو بهر ته د افغان کاریګرو له لیږد څخه په جدي توګه ډډه وکړي؛ ځکه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو یوازې بهر ته د افغان کاریګرو قانوني لیږد دی؛ چې په غوره امتیازاتو د هغوی کار او فعالیت او هوسا ژوند ته زمینه برابروي او په غیر قانوني تګ سره افغان ځوانان؛ د بې‌کیفیته کار، کم مزد او نورو حقوقي او استوګنیزو ستونزو سره مخ کیږي.
ملا عبدالمنان عمري وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت  ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د مختلفو لارو چارو څخه په استفادې د بېکارۍ کچه راټیټه، د ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه ایجاد او له هېواد څخه بهر په قانوني توگه د افغان ماهرو کاریگرو لېږد ته زمینه برابره کړي.

ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: دا چې په خصوصي سکتور کې ستونزې او ننګونې موجودې دي، مخابراتي سکتور هم له دې امر څخه مستثنی نه دی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ټولو شبکو، فابریکو او مؤسساتو غواړي چې د کارګرانو او کارکوونکو حقوق پوره تأمین کړي، د هغوی کاري چاپیریال، روغتیا، ایمني، معاش ،اضافه کار او داسې نورو تأمینات په غوره توګه تنظیم کړي، په مخابراتي سکتور کې د بهرنیو مسلکي کارګرانو او کارمندانو د استخدام ترڅنګ؛ افغان کادري وګړو ته هم روزنه ورکړي، ترڅو په پای کې پر بهرنیو وګړو هم اتکا کمه شي او افغانانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا چاره د خدمتونو په لګښتونو کې د پام وړ کموالی راولي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته