د کار چارو معین؛ د کابل له والي سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۲۴
کابل ولایت مقام

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د ولایت په مقام کې د کابل له والي ملا امین الله عبید سره وکتل.
مولوي محمد زاهد احمدزي د کابل ولایت د فعالیتونو او کاري کړنو د ستایلو سربېره؛ پر بېلابېلو ټولنیزو چارو اړوند مهمو موضوعاتو،کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کابل ولايت د اوسېدونکو د هوساينې د وضعیت د ښه کولو، د کاري ستونزو پر حل، د ښه ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د ادارو او وزارت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړي.
مولوي محمد زاهد احمدزي؛ په ښار کې پر واټ بوختو کارګرانو، کراچۍ او ریکشا لرونکو هېوادوالو د ستونزو  او ننګونو پر حل کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کابل والي ملا امین‌الله عبید هم ورځ‌مزده کاریګرو او کسب‌ګرو، کراچۍ او ریکشا لرونکو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه خپل لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه: هوډ لرو چې په ښار کې یادو کارګرو طبقو ته مناسب کاري ځایونه، واټونه او همدارنګه د ښار ګڼې ګونې د مخنیوي ترڅنګ ریکشا لرونکو هېوادوالو ته د تګ او راتګ ځانګړي مسیرونه مشخص کړو.
په پای کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي وویل؛ د ښاریانو د ستونزو او ننګونو په حل کې د ځايي ادارو نږدې همکاري اړینه ده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته