د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د افغانستان بيا ودانولو ملي مؤسسې ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۹:۴۷
E

دغه تفاهم ليک د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت، زابل ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو يوې پروژې پلي کېدو په موخه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او د افغانستان بيا ودانولو ملي مؤسسې مشر حاجي عبدالقدير عابد ترمنځ لاسليک شو. 
د ياد تفاهم ليک له مخې د افغانستان بيا ودانولو ملي مؤسسه په پام کې لري؛ څو د زابل ولايت شينکي، اټغر او سيوري ولسواليو کې د خياطۍ، يخچال، مبايل ترميمولو او ليک لوست برخو کې ۵۰۰ هيوادوال و روزي. 
د تفاهم ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د مؤسسې له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول فعاليتونه له وزارت او ولايتي رياست سره په پوره همغږۍ او د ا.ا د اصولو، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختيا رياست له خوا د جوړ شوي معياري نصاب مطابق مخته يوسي.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د افغانستان د بيا ودانولو ملي مؤسسې مشر حاجي عبدالقدير عابد ژمنه وکړه، چې هڅه کوي؛ څو د تفاهم ليک ټول موارد په پوره دقت او له وزارت سره په همغږۍ او د ا.ا د اصولو مطابق پلی کړي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

بیرته خبرونو ته