کابل کې سلګونه تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۶
زغیدلي معتادین


د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه په شپږمې ښوونیزې دورې کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص؛ له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته؛ په خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، بوټ‌ګنډلو، بیګ‌ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم له حرفو څخه فارغ او تصدیق‌پاڼې ترلاسه کړې.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار  چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د هېواد تر ټولو محروم قشر د فني او حرفوي زده‌کړو پر ګاڼه له سمبالېدو وروسته د یو مسئول انسان او فرد په توګه ټولنې او خپلو کورنیو ته وړاندې کوو؛ چې له دې وروسته به یوازې پر ټولنې او کورنیو بوج نه وي بلکې د ماهر کارگر په توګه به د کار بازار ته وړاندې کېږي او خپلو کورنیو ته به د حلالې نفقې برابرولو مسؤلیت هم په غاړه واخلي.
مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانېدلی، چې د کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم له اعتیاد څخه رغېدلو ۱۰۵۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته تر دې دمه د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې دا سلسله به په کمي او کیفي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
مولوي محمدزاهد احمدزي له فارغ شویو اشخاصو څخه غوښتنه وکړه؛ چې له ترلاسه شويو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده او خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پيداکولو سبب وګرځي.
د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فعالیتونو د ستاینې سربېره، د مخدره موادو د قاچاقو د مخنيوي په اړه یې خبرې وکړې او د ښارونو، کوڅو، کلیو او بانډو څخه د معتادینو راټولول، د هغوی درملنه او ورته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول یوه بریالۍ برنامه وبلله؛ چې په دې سره په زرګونه تنه ځوانان له هغې مستفید شوي دي.
د یادولو ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او د وزارت نورو چارواکو هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته