پکتیا کې د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز له ۱۸۰ تنو زده‌کوونکو سره مرسته وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۱:۲۹
E


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست؛ د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز له نشه‌یي توکو څخه د رغېدلو کسانو د ظرفیت‌لوړونې برنامې د ۱۸۰ تنو زده‌کوونکو له کورنیو سره د نقدي پیسو، روغتیايي کڅوړو او خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وکړه. 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو سربېره په نشه‌یي توکو د روږدو هېوادوالو د راټولونې او درملنې ترڅنګ په مرکز او ولایاتو کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو په مراکزو کې دې کسانو ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د زده‌کړو زمینه برابروي، چې تر فراغت وروسته په اړوندو برخو کې خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي. 
د یادونې وړ ده، چې هرې کورنۍ ته ۶۷۰۰ افغانۍ د کندهار کډوالو مؤسسې (KRO)  په مالي ملاتړ په پکتیا ولایت کې پر نشه‌یي توکو روږدو، اړمنو او بېوزلو کورنیو وویشل شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته