په پروان کې د متخصصو مربیانو د ظرفیت‌لوړونې برنامې پرانیسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۹:۱۷
Parwan Province

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ یوه پلاوي پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ۱۰۰ تنو متخصصو مربیانو د ظرفیت‌لوړونې برنامو لړۍ په پرانیسته کې گډون وکړ. 
په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې چې د مختلفو ولایتي ادارو مسؤلینو حضور درلود، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري په خپلو خبرو کې ځوانانو ته د غوره کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له هلو ځلو څخه د منننې ترڅنگ وویل:  د دې برنامو  پای ته رسېدل او عملي کېدل به په مختلفو برخو کې ګټور تمام شي. 
مفتي انوري همدارنگه، له کورنیو او بهرنیو همکارو مؤسساتو څخه وغوښتل، چې د دې ولایت اوسېدونکو ته د پراختیایي پژورو او برنامو په تطبیق سره د دوی مرسته او لاسنیوی وکړي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري، چې د فني او حرفوي زده‌کړو او د ځینو نورو مؤثرو برنامو د تطبیق له لارې په هېواد کې د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي. پروان ولایت ته زمونږ د سفر موخه هم د دې ولایت د ۱۰۰ تنو متخصصو مربیانو ته د تولیدي رشتو (د خوراکي موادو او لبنیاتو پروسس، خیاطۍ، بوټ او بیک ګنډلو) ته د ظرفیت لوړونې برنامې ترڅنگ؛ ۶۰۰ تنو ته په لنډمهاله او اوږد مهاله توگه د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامې په لار اچول دي.
د کار چارو معین د دې برنامو تطبیق یو نوښت وباله او زیاته یې کړه، چې له دې لارې به مربیانو او ښوونکو ته د کسب او کارونو د مدیریت، د کارموندنې څرنګوالي، اقتصادي او مالي زده‌کړې او بازارموندنې په اړه زده‌کړې ورکړل شي.
مولوي محمد زاهد همداراز د دې ولایت د مختلفو سیمو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو سربېره، له هېواده بهر د افغان کارگرو د لېږد په برخه کې د ترسره شویو پرمختگونو په اړه معلومات شریک او نړیوال یې د افغانستان اسلامي امارت سره تعامل ته راوبلل.
ورپسې د همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا کې د دې مؤسسې د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه. 
د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم الله صراح، د کار انسټیټوټ رئیس شریف الله شرافت، د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي او د معینیت سلاکار قاري محمد کریم حنفي د کار چارو له معین سره ملتیا کوله.
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته