په زابل، پکتیا او لغمان کې څه باندې ۲۰۰ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د ژمني توکي ووېشل شول
د زابل، پکتیا او لغمان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو اوهمغږۍ د یاد ولایتونو له ۲۱۰ تنو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو سره، د ژمنۍ البسې او تنظیفاتي توکو مرسته پرې وشوه.
د یاد شمیر ماشومانو له ډلې سل تنه د زابل، سل تنه د پکتیا او لس تنه نور د لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي.
په یاد توکو کې بوټونه، جاکټونه، بنین، ژمنۍ جامې، جمپر، څادرونه، خولۍ، جرابې، صابون، کریم، شامپو او د غاښونو کریم او برس شامل وه.
د یادونې وړ ده، چې په زابل او پکتیا ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري او په لغمان ولایت کې د هایسو همکارې مؤسسې په مالي او تخنیکي همکاریو یاد توکي ووېشل شول
