ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.
د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې د ټي ډي اېچ همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره وویل: دا زموږ مسئولیت دی، ترڅو په دې ولایت کې د فقر کچې د کمښت په موخه د موسساتو او خیریه بنسټونو مرستې جلب او اړمنو اشخاصو او کورنیو ته ورسوو.
په پای کې مولوي حقاني د خپلو خبرو په دوام له ملي او نړیوالو همکارو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې د ورته پروګرامونو له لارې دې د اړمنو او بېوزلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوی پراخه کړي.
