له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
حل اختلافات ناشی از کار

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو استازو په ګډون له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه.

په ناسته کې په فابریکو او شرکتونو کې د کارګر او کارفرما د اړیکو، کاري شرایطو، معاشونو، قراردادونو، له کار څخه د راپورته کیدونکو ستونزو او اختلافاتو د حل او همدارنګه  هلته؛ موجوده شکایتونو ته د رسیدنې په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو؛ ترڅو په کاري چاپېریال کې د ټول اړخونو حقوق تأمین شي.

د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې الحاج ملا عبدالمنان عمري وویل: د کارګر او کارفرما ترمنځ د اختلافاتو عادلانه او قانوني حل د ټولنیز عدالت، کاري ثبات او اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دواړو لورو د حقوقو خوندیتوب ته په پوره معنا ژمن دی.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وويل، چې د وزارت تخنیکي ګروپونه به د کمېسیون پرېکړې په عملي ډول تعقیبوي؛ ترڅو د کارګرو او کارفرمایانو تر منځ حقوق؛ د عدل او انصاف له اصل سره سم خوندي شي؛ ترڅو په ټولنه کې منصفانه او عادلانه کاري چاپېریال رامنځته شي.

ناستې ته له کار څخه یو شمېر راولاړې شوې ستونزې وړاندې شوې؛ په اړه یې د هر اړخیز بحث په ترڅ کې د قضایاوو ټول اړخونه وڅیړل شول او د اسنادو له ارزونې وروسته، پرېکړې وشوې او اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو نه یوازې یادې پریکړې بلکه په خپل کاري چاپېریال کې  د کار اړوند ټول تقنیني اسناد عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون د کارګرانو او کارفرمایانو ترمنځ د شخړو د هواري او حل لپاره یو مهم او ارزښتمن میکانیزم دی، چې موخه یې د کاري اړیکو سمون، د حقوقي ستونزو حل او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا ده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته