د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
کار عالی شورا


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې د کار چارو معینیت استازي د ترسره شویوفعالیتونو او د تېرو ناستو د پرېکړو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په خپلو خبرو کې د استخدام په بهیر کې د بهرنیو وګړو پر ځای کورنیو کارګرو ته، په ځانګړي ډول راستنېدونکو هېوادوالو او مسلکي ځوانانو ته د لومړیتوب ورکولو، د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا او د کارفرمایانو او کارګرو لپاره د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبد المنان عمري د خپلو خبرو په دوام کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي او د وارداتو د کمښت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا او د صادراتو زیاتوالی د ملي اقتصاد په وده او د اقتصادي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې هره خونه او اتحادیه دې د کار عالي شورا ته یو باصلاحیته استازی معرفي کړي، ترڅو د هغوی د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات ترلاسه او د خونو او اتحادیو ترمنځ همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست رئیس مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده، د قواعدو د کار شرایطو د ښه‌والي رئیس مولوي حسین‌احمد مدني، د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیر احمد راسخ، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسؤولینو هم ګډون کړی و.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

بیرته خبرونو ته