د کار انسټېټوټ کې د ظرفیت لوړونې لړۍ دوام لري

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۴۲
د کار انیسټیټیوټ

 

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو د دې وزارت اړوند د مختلفو ریاستونو کارکوونکو ته د کمپیوټر د مختلفو پروګرامونو د زده‌کړې دوه میاشتنی او د مدیریت اړوند شپږ ورځیني روزنیز ورکشاپونه جوړ شول.  
د دې ورکشاپونو په پیل غونډې کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټېټوت رئیس شریف الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نور مسؤلیتونو سربېره د امارتي او غیر امارتي ادارو د کارکوونکو د غوښتنو په اساس په مختلفو برخو کې د ظرفیت لوړونې لنډمهاله او اوږدمهاله عملي او نظري برنامې په لاره اچوي، ترڅو له دې لارې ګڼ شمېر کارکوونکو ورڅخه مستفید شي.  شریف الله شرافت همدا راز د خپلو راتلوونکو برنامو په اړه معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې یادو روزنیزو برنامو ته به په راتلونکې دوام ورکوي. 
نوموړي همدارنګه د دې ورکشاپونو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې پروګرامونو څخه د ترلاسه شویو تجربو او مهارتونو څخه په استفادې به د دوی په ورځنیو چارو کې د پام وړ ښه‌والی او د ګټورو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې چټکتیا راولي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته