د لوی اختر په مناسبت ۶۲۵ تنه زیانمنو، یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۷
روزنتون

د روزنتون ریاست په هلو ځلو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل لګښت د کابل ښار د ذکورو روزنتون ۴۰۰ ماشومانو او همداراز د لوګر ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو؛ د یاد د مولانا یعقوب چرخی روزنتون ۲۲۵ تنو زیانمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته، د راتلونکي نیکمرغه لوي اختر په مناسبت پوښاکي توکي ووېشل شول.

د دې مرستو د وېش پرمهال؛ د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي له هدف همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دا په ټول هېواد د اختریزو ډالیو د وېش دوه‌یمه دوره ده، او له دې وړاندې په خوست، سرپل او بدخشان په ولایتونو کې هم ۷۰۰ ماشومانو ته پوښاکي توکي د اختریزې ډالۍ په توګه ویشل شوي وو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته