د فني او حرفوي زده کړو مرکز د رغېدلو معتادینو لاسي تولیدات نندارې ته وړاندې شول 

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۸
معتادین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې؛ پلچرخي کمپ رغېدلو معتادینو او له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شویو ځوانانو، په بېلا بېلو حرفو کې تر نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ په خپل لاس جوړ کړي بوټان، بیکونه، کالي او داسې نور تولیدات د افغانستان د توليدي او خدماتي ظرفيتونو په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد نندارتون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي کمپ د رغېدلو معتادینو او د فني او حرفوي زده کړو په مختلفو خیاطۍ، بوټ جوړونې، بیک جوړونې، جامو ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تولیدات شامل دي چې په لوړ او معياري کیفیت سره جوړ او مناسب قیمت سره نندارې ته وړاندې شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د توليدي او خدماتي وړتياوو په نړیوال نندارتون کې د ټول هېواد په سطحه د امارتي او غیر امارتې شرکتونو؛ صنعت کارانو، فابریکو او فارمونو هم خپل توکي نندارې ته وړاندې کړل؛ ترڅو سوداګریزې اړیکې پیاوړې، د صادراتو کچه پراخه، نوي پانګوال او مشتریان را جذب، پیاوړې فرهنګي او علمي تجربې شریکې کړي او عام خلک له صنعت، کرنې، ټکنالوژۍ، روغتیا او د نورو برخو له تولیداتو او محصولاتو سره بلد کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون به د عقرب میاشتې تر اولسمې نېټې پورې به د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانېستی وي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته