د صادراتو ملي ورځې په لمانځ‌غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ګډون او وینا وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۳:۳۷
غوره ملي سوداګر

 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د کال د غوره صادرونکو په جوړې شوې ستاین‌غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
الحاج ملا عبدالمنان عمري غوره صادروونکو ملي سوداګرو ته مبارکي وویله او په دې برخه کې یې د امارت او پانګوالو ترمنځ په نږدې همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د کار او ټولنيزو چارو وزیر په خپلو خبرو کې یې له سوداګرو وغوښتل؛ چې د وارداتو پر ځای دې پر صادراتو ډېر تمرکز وکړي ځکه دا به د هېواد د ځان‌بسیاینې، اقتصادي پیاوړتیا او هم د کاري زمینو په برابرولو کې اغيزمن تمام شي.
ملا عبدالمنان عمري له افغان ولس هم وغوښتل، چې په مصرف کې داخلي محصولاتو ته لومړيتوب ورکړي. 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري بهر مېشتو افغان پانګوالو ته په خطاب کې وويل: په اوسني وخت کې پانګې اچونې ته مناسبه زمېنه او سهولتونه برابر شوې دي، د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د واټن لمنځه‌وړلو ته  رښتینې هڅې شوي، چې په یقین سره ستاسې پانګونه د هېواد، ولس او نظام په ګټه دی.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

بیرته خبرونو ته