اختر په مناسبت۶۱۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۰
یتیم ماشومان

د غور، سمنګان، پکتیا او بغلان ولایتونو د کار او ټولنیز چارو ریاستونو په هڅو؛ ۶۱۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو، چې ۲۳۵ تنه د غور ولایت، ۱۷۵ تنه دسمنګان ولایت، ۱۰۰تنه د پکتیا ولایت او ۱۰۰ تنه نور د بغلان ولایت اوسېدونکي دي، د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت کالي ترلاسه کړل.

د دې مرستو د وېش پر مهال؛ د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو له همکارو او خیریه بنسټونو او اشخاصو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په غور او پکتیا کې د ولایت مقامونو، سمنګان کې د یو شمېر تجارانو او په بغلان ولایت کې د هایسو همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د نیکمرغه کوچنې اختر په مناسبت  یادې مرستې ووېشل شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته