پکتیکا کې ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۱۷۵ تنه ځوانان د فني او حرفوي زدهکړو څخه د ترکاڼۍ، برېښنا، خیاطۍ، موټرسایکل ترمیم او موبایل ترمیم په حرفو کې ترشپږو میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو؛ د پکتیکا ولایت قومي مشران، د ریاست کارکوونکو، دفارغ شویو زدهکوونکو والدینو او د ولایت اړوند یو شمېر ادارو رئیسانو په شتون کې؛ یادو ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي وزیر احمد رحماني په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د ا.ا.ا مسئولین هڅه کوي، چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه هغوی ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه را ټیټه شي او هېوادوال د امن او سوکالۍ په فضا کې خپل ژوند تېر کړي.
مولوي رحماني زیاته کړه: دا زمونږ دنده او مسؤلیت دی، چې دې ته ورته نورې ګټورې برنامې هم په لار واچوو؛ ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او دوی وکولی شي چې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.