د بشري ځواک په ریاست کې د مراجعینو لپاره نورې آسانتیاوې هم برابرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث و القرآن ملا هبةالله حفظةالله د حکم په اساس په امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د نورو غوره سهولتونو برابرولو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې هغو بهرنیو او کورنیو وګړو ته چې د کار جواز ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي؛ په لنډ وخت کې د تعرفې تادیه کولو په موخه د پښتني بانک نمایندهګي پرانېستل شوه.
د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزتالله عارف د پښتني بانک له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د څانګې په پرانېستلو سره به مراجعینو ته د سهولتونو د ایجاد سربېره؛ همکاران هم کولای شي چې خپل معاشات په خپل وخت او په اسانه تر لاسه کړي.
مولوی عارف زیاته کړه: د نمایندهګۍ په پرانېستلو سره به د مراجعینو د وخت له ضایع کیدو او همدارنګه د هغوی له سرګردانیو مخنیوی وشي
د پښتنې بانک د عامل پلاوي رئیس عبدالواحد رحیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې او پیاوړي تفاهم خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې یې د زیاتو سهولتونو د برابرولو ژمنه وکړه.