په فرزې ولسوالۍ کې د ماشومساتنې کمېټه پرانیستل شوه
              د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري  دا ځل د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د ماشومساتنې کمېټه پرانیستل شوه. 
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیستغونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو پر ارزښت خبرې وکړي.
همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه خپلې هلېځلې ونه سپموي. 
ورپسې د فرزې ولسوال الحاج مجاهد عزیزالله هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را ټېټې شي.
د یادولو ده؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو 
