د ملکي خدمتونو هر مامور بايد مسؤليت منونکی او تل مراجعينو سره نېکه رويه و کړي.

publish
Sat, Feb 08 2020 12:08 PM
2

دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون له خوا، ادارو کې د فرهنګي تغير او ښه چلند دودولو اړوند پروګرام کې و کړه.
سيد انور سادات وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت دغه اصل ته د ژمنتيا په پار، اولنۍ اداره ده، چې ياد پروګرام په کې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون څخه وروسته پرانستل کيږي.
نوموړي زياته کړه، چې د ملکي خدمتونو مامور، هيوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه استخداميږي، نو لازمه ده، چې کارکوونکي تل هڅه و کړي، مراجعينو سره نېکه رويه او پر وخت کارونه تر سره کړي.
ښاغلي سادات وويل، چې موږ بايد هر وخت مسؤليت منونکي او هيوادوالو ته ځواب ويونکي اوسو.
په دې بحث کې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون کميشنر ميوند رهياب وويل: د ادارې لپاره ښې کړنې او نوم ساتل يې د ادارې د ټولو کارکوونکو مشترک ارزښت دی او بايد ټول کارکوونکي د ادارو د ارزښت ساتلو په موخه مشترک کار او هڅه و کړي.
نوموړي وويل، چې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون ژمن دی، څو د ياد پروګرام د ښه پلي کولو برخه کې لومړی د هيواد په سطحه ټولو ادارو کې عامه پوهاوی ترسره او ور پسې ادارو سره د دغه فرهنګ د منظم پلان جوړولو برخه کې همکاري و کړي.
د ويلو دی، چې دې پروګرام ته د علومو اکاډمۍ، د خصوصي سکتور او ميرمنو په استازيتوب د بحث لپاره هم مسؤلين را بلل شوي وو، چې د اړوندې موضوع په اړه د ګډونوالو او پنل غړو تر منځ ګټور بحث و شو.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS