د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د معلوماتي سیستمونو پرانست غونډه

publish
Wed, Dec 18 2019 2:16 PM
4

دغه سیستمونونه چې د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست په هڅو جوړ شوي وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست له خوا پرانستل شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات، مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ښې حکومتوالۍ برخې مشر داکتر مجیب مهمند، د وزارت یو شمیر رئيسانو او آمرین برخه اخیستې وه.  

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې سیستمونو پرانسته د اداري فساد په را کمولو، په کارونو کې د شفافیت او کارونو د سرعت لپاره مهم و بلل او زیاته یې کړه، چې ملي وحدت حکومت تل الکترونیکي حکومتوالۍ باندې ټینګار کړی دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مهاله د الکترونیکي حکومتوالۍ برخه کې تر ډیره بریده کار کړی دی.

ښاغلي سادات وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکې تر دې هم خپلې ځینې پروسې الکترونیکي کړي دي، چې له دې ډلې د حاضرۍ الکترونیکي کول، د کارمندان د معاشونو ور کول د ام پيسه له لارې، همدارنګه د یو منظم الکترونیکي سیستم له لارې د هویت کارت جوړول، د معلوماتي مرکز جوړیدل، د داخلي او بهرنیو کار جوازونو الکترونیکی سیستم جوړیدل او د وزارت موټرو کې د GPS لګول د یادونې وړ دي او اوس هم له نیکمرغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو د اداري مراسلاتو انلاین تعقیبول او د تدارکاتي پروژو څخه د انلاین نظارت سیستمونه پرانیزو، چې د وزارت د الکترونیکي حکومتوالۍ په تطبیق کې یو لوی ګام شمیرل کیږي.
وروسته د معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو وزارت د الکترونیکي حکومتوالۍ برخې مشر داکتر مجیب مهمند هم د الکترونیکي حکومتوالۍ پر ګټو خبرې و کړې او په دې برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو څخه ستاینه و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مشر آقامحمد حیدري د یادو سیستمونو څخه د کار اخیستلو په اړه تفصیلي پریزنتیشن وړاندې کړ، نوموړي وویل، چې اوس مهال د جنسي محاسبې مدیریت پر انلاین سیستم، د وزارت د آرشیف او املاکو د ثبت لپاره د سیستمونو پر جوړیدو کار روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ او پرانستل شي.

په پای کې هم یاد سیستمونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د پټۍ په پریکولو سره رسما پرانستل شول.

 

Latest news

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

Thu, Apr 23 2026 8:55 AM
Background image

A Meeting Held at the MoLSA to Facilitate the Issuance of Work Visas to Foreign Nationals

Under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting was held with the representatives from the ministries of foreign affairs. . .

BACK TO NEWS