د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د سکای بیمې نړیوال شرکت عملیاتي مشر سره و کتل.

publish
Tue, Jul 02 2019 3:13 PM

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د سکای بیمې نړیوال شرکت عملیاتي مشر محبوب شاه فروتن سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

د سکای بیمې نړیوال شرکت مشر محبوب شاه فروتن د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سره د یاد شرکت په اړه معلومات شریک کړل، زیاته یې کړه، چې نوموړی شرکت په ۲۰۱۶ کال کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونه جوړ شوی دی، چې اوس مهال ۲۰۰ میلیون دالرو په ارزښت خدماتي پوښښ لري او د روغتیا، سفر، بانکونو او نورو برخو کې خلکو ته  بیمې خدمتونه وړاندې کوي.

ښاغلي فروتن د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ته وویل، چې کولای شي د دې وزارت په هوکړه او موافقه له هیواده بهر افغان ګډوالو د سکای بیمې شرکت تر قانوني پوښښ لاندې راولي. 

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د سکای بیمې نړیوال شرکت له خدمتونو مننه و کړه، زیاته یې کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا به تر راتلونکو دریو میاشتو ټولنیزو چارو اړوند ملي کنفرانس جوړ شي، چې په یاد کنفرانس کې به ټول ټولنیز موضوعات تر بحث لاندې و نیول شي او ټول اړوند قوانین به مطالعه شي، څو د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ټولې موانع او سګتګۍ له مخې لیرې او لازمې حل لارې چارې به ورته و لټول شي.

ښاغلي سادات وویل، تمه ده، عربي متحده ایالاتو ته تر ۲۰۰۰ زیات کارګر و لیږل شي، چې یاد کارګر بیمې او نورو اړینو اسانتیاوو ته اړتیا لري، د سکای بیمې شرکت له مشر څخه یې و غوښتل، څو په یاده برخه کې خپله طرحه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریکه کړي.

په پای کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یاد وزارت د نړیوال بانک او سکای بیمې نړیوال شرکت مسؤلینو سره ګډه ناسته و لري او د مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د بیمې په اړه به اړین تصمیمونه و نیول شي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS