ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
Mon, May 11 2026 2:09 PM
ننګرهار

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: هڅه کوو؛ چې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو، معلولینو او ټولو هغو هېوادوالو ته چې  پر شرایطو برابر وي؛ د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړو؛ ترڅو وکولی شي په راتلونکې کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل او ټولنې ته به بېلابېلو برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي.

مولوي حقاني؛ له زده‌کوونکو وغوښتل، چې له یادو فرصتونو او وخت څخه په غوره توګه استفاده وکړي، ترڅو وکولی شي د نظري او عملي زده‌کړو تر پای ته رسولو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي، چې په دې سره به په ټولنه کې تر یوه بریده د بېکارۍ کچه هم راټیټه شي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS