ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیکګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو زمینه برابره شوه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: هڅه کوو؛ چې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو، معلولینو او ټولو هغو هېوادوالو ته چې پر شرایطو برابر وي؛ د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړو؛ ترڅو وکولی شي په راتلونکې کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل او ټولنې ته به بېلابېلو برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي.
مولوي حقاني؛ له زدهکوونکو وغوښتل، چې له یادو فرصتونو او وخت څخه په غوره توګه استفاده وکړي، ترڅو وکولی شي د نظري او عملي زدهکړو تر پای ته رسولو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي، چې په دې سره به په ټولنه کې تر یوه بریده د بېکارۍ کچه هم راټیټه شي.
