د کار چارو معین د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

media_admin
Tue, Feb 10 2026 2:45 PM
د کار نړیوال سازمان رییس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان  له رئیس ټیټي‌هبیاکاري سره د کاري اړیکو په پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو  او د کارګرانو او کارکوونکو د حقونو د خوندیتوب پر څرنګوالي خبرې وکړي.
په پیل کې د کار چارو معین مېلمنو ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د همکارو ادارو سره په همغږۍ د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کار په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
همداراز مولوي احمدزي د خبرو په دوام په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رئیس ښاغلي ټیټي‌هبیاکاري وغوښتل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو په نظر کې نیولو او له یاد وزارت سره په همغږۍ خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
ورپسې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ټیټي هیباکاري، په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه او د دې سازمان د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کارورکوونکو او کارګرانو د حقوقو د تأمین، مصئونه کاري شرایطو برابرولو او ټولنیز عدالت په موخه هر اړخیزې خبرې وکړې او په افغانستان کې د کاري شرایطو د بهبود او کارموندنې په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وروستي فعالیتونه او هڅې وستایلې.
په پای کې، دواړو لورو لخوا د دوامدارو اړیکو، منظمې همغږۍ او د ګډو ناستو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار وشو او هوکړه وشوه چې د همکاريو د پیاوړتیا لپاره به په ګډه عملي ګامونه پورته کړي.
د یادولوده، چې په یاده ناسته کې، د بهرنیو اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف امین،  د تقنین او کار حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ، د فني او حرفوي زده‌‌کړو د انسجام او همغږۍ رئیس ملا عبدالغني وفا،  د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز او د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي ټولنې رئیس الحاج مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده، هم حضور درلود.

Latest news

Sun, Feb 08 2026 3:02 PM
Background image

Nearly 1,200 Young Individuals Graduated from Technical and Vocational Training Program in Khost Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Khost province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

Wed, Feb 04 2026 3:29 PM
Background image

Ministry of Labor and Social Affairs Launches for the very First Time the National Skills Certification Program

On the initiative of the Ministry of Labor and Social Affairs, the process of certifying skills in various professions has been launched for the very first time in the country’s history. . .

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

BACK TO NEWS