د کار چارو معین د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۵
د کار نړیوال سازمان رییس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان  له رئیس ټیټي‌هبیاکاري سره د کاري اړیکو په پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو  او د کارګرانو او کارکوونکو د حقونو د خوندیتوب پر څرنګوالي خبرې وکړي.
په پیل کې د کار چارو معین مېلمنو ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د همکارو ادارو سره په همغږۍ د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کار په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
همداراز مولوي احمدزي د خبرو په دوام په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رئیس ښاغلي ټیټي‌هبیاکاري وغوښتل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو په نظر کې نیولو او له یاد وزارت سره په همغږۍ خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
ورپسې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ټیټي هیباکاري، په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه او د دې سازمان د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کارورکوونکو او کارګرانو د حقوقو د تأمین، مصئونه کاري شرایطو برابرولو او ټولنیز عدالت په موخه هر اړخیزې خبرې وکړې او په افغانستان کې د کاري شرایطو د بهبود او کارموندنې په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وروستي فعالیتونه او هڅې وستایلې.
په پای کې، دواړو لورو لخوا د دوامدارو اړیکو، منظمې همغږۍ او د ګډو ناستو د ترسره کېدو پر اړتیا ټینګار وشو او هوکړه وشوه چې د همکاريو د پیاوړتیا لپاره به په ګډه عملي ګامونه پورته کړي.
د یادولوده، چې په یاده ناسته کې، د بهرنیو اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف امین،  د تقنین او کار حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ، د فني او حرفوي زده‌‌کړو د انسجام او همغږۍ رئیس ملا عبدالغني وفا،  د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز او د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي ټولنې رئیس الحاج مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده، هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان له رئیس سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان  له رئیس ټیټي‌هبیاکاري سره د کاري اړیکو په پراختیا، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د کار انسټیټیوټ د تدریسي نصاب او درسي موادو پر بیاکتنې څلور ورځنۍ غونډه پیل شوه

 دکار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند کار په انسټیټیوټ کې د تدریسي نصاب، درسي مواد و درسي محتوا د بیاکتنې لړۍ د علومو اکاډمۍ غړو، د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونو استادانو او دیني عالمانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کار چارو معین د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارې و ارزولې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه لیدنه ترسره او د دې ریاست چارې یې و ارزولې.

په پیل کې د دې. . .

بیرته خبرونو ته