په پکتیکا کې له فني او حرفوي زدهکړو څخه د شل تنه ځوانان فارغ شول
د پکتيکا ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو؛ او همکارې مؤسسې په هلو ځلو شل تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ او د فراغت سندونه پرې ووېشل شول.
یاد ځوانان د خیاطي په حرفه کې تر شپږو میاشتنیو عملي او نظري زدهکړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې له احساس همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم دې ته ورته همکاریو غوښتنه وکړه.
