د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد له مستشار سره وکتل

naweed_admin
Sun, Dec 01 2024 1:26 PM
E


د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره وکتل. 
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استراتېژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ قطر هېواد ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني اعزام په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه معلومات شریک او په دې برخه کې د شته هوکړه‌لیک د غنامندۍ، بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمیټو پر جوړېدو ټینګار وشو.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې، افغانستان سره مختلفو برخو کې د قطر شاهي هېواد له مرستو څخه په مننې سره؛  افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د ګډو پروژو  په لاره اچولو لپاره چمتووالی څرګند کړ. سرپرست وزیر همدارنګه زیاته کړه: دا چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ او مختلفو ساحو کې د پانګې‌اچونې لپاره فرصتونه برابر دي، نو غوره به وي، چې قطري پانګو‌ال دې دلته پانګه‌اچونې سربېره هغه هېواد ته د کندهار انارو په مخامخ صادراتو کې هم هڅه وکړي.
ورپسې ښاغلي ډاکټر مردیف علي القشوتي خپلو خبرو کې د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ له نېکو اړیکو څخه په یادونې سره د قطر شاهي هېواد ته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په ۱۳ او ۱۴مه نېټه رسمي بلنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړه، ترڅو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر ترسره او د کاریګرو د اعزام په برخه کې د هوکړه لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري او په اړه یې بحثونه وکړي، چې د سرپرست وزیر له لوري بلنه ومنل شوه
د یادولو وړ ده چې د قطر هېواد سفیر د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د هغه هېواد په د ملي ورځې په جشن کې د ګډون بلنه هم ورکړه چې د ډسمبر په ۱۸ لمانځل کیږي.
 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS