د کار عالي شورا د جوړېدو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه

naweed_admin
Mon, Aug 05 2024 3:47 PM
Q


د کار ملي کانفرانس د موخو د تعقیب په منظور؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د مختلفو خونو د استازو په حضور کې د کار عالي شورا د جوړېدو په اړه بحثونه وشول.
ناسته کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره په دې برخه کې د پخوانیو ناستو په اړه معلومات شریک او زیاته یې کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغان کاریګرو څخه د ملاتړ او هغوی ستونزو ته د مناسبو او منطقي حل‌لارو د پیداکولو په منظور د کار عالي شورا جوړوي، چې په دې سره به د افغانستان اسلامي امارت، د کارفرمایانو او کاریګرو ترمنځ د همغږۍ ساحه لاپراخه او له دې لارې به هېوادوالو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو  په برخه کې چټکتیا راشي. 
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام د کاریګرو او سوداګرو له ونډې څخه په مننې سره څرګنده کړه: له نېکه مرغه د کار ملي کانفرانس له موخو څخه یوه موخه د کار عالي شورا رامنځته کېدل وو، چې په دې برخه کې ټول باید په مشترک ډول همکار پاتې شو. 
ورپسې د کسبګرو اتحادیې، د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې، صنایعو او معادنو او زراعت د خونو استازو په خپلو خبرو کې د کار عالي شورا د جوړېدو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې وستایلې او هیله یې وښوده، ترڅو دا شورا رامنځته او دخيل لوري په کې د کاریګرو ستونزو د حل او د دوی د حقوقو په منظور په ګډه توګه کار وکړي.
په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد هم په خپلو خبرو کې د کار عالي شورا د جوړېدلو او په هغه کې د کاریګرو او کارفرمایانو له آدرسونو د یوې واحدې استازولۍ په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین همداراز زیاته کړه، چې د مختلفو خونو او اتحادیو سره به ناستې کوي، ترڅو شته ستونزو ته د حل‌لارو‌ موندلو وروسته د کار عالي شورا د جوړېدو لپاره عملي اقدام ته زمینه برابره شي.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS