کونړ کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ۴۵۰ تنو ځوانانو فراغت؛

naweed_admin
Tue, Jul 30 2024 5:40 PM
Y


کونړ ولایت کې ۴۵۰ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده‌کړو له شپږ میاشتنۍ دورې څخه فارغ او د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته عرضه شول.
هغه محفل چې د یادو ځوانانو د فراغت په مناسبت جوړ شوی وو او په کې د ولایتي ادارې د مختلفو ریاستونو استازو، علمای کرامو او قومي مشرانو حضور درلود؛ د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر؛ خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره څرګنده کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په کچه ځوانانو ته د کارموندنې او د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو د روزلو پروګرام له لارې غواړي تر یوه حده له بېکارۍ سره مبارزه وکړي او د فقر کچه راټیټه کړي چې د همدې موخې په تعقیب دا دی نن د کونړ ولایت د مرکز په ګډون د وټه‌پور او غازي‌آباد ولسوالیو ۴۵۰ تنه ځوانان د فراغت شاهدان یو، چې د شپږو میاشتو نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته یې د مبایل ترمیم، نجارۍ، قالین‌بافۍ او سلمه‌ګڼډلو له حرفو څخه د فراغت سندونه ترلاسه او هم د شپول همکارې مؤسسې په ملاتړ په هغوی کاري وسایل ووېشل شول.
ورپسې د شپول همکارې مؤسسې استازي انجینر خوشحال عمري هم خپله لنډه وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د سهولتونو له برابرولو څخه په مننې سره څرګنده کړه: یادو ځوانانو ته د زده‌کړو په بهیر کې ۶۴۰۰ افغانۍ میاشتنی معاش هم ورکول کېده او هیله‌مند یم تر فراغت وروسته د کار په بازار کې خپله ونډه او مسؤلیت ترسره او د خپلو کورنیو د مصارفو د ګټلو جوګه شي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS