د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ولایتي رئیسانو لپاره د کاري سمون او همغږۍ درې ورځنی سمینار جریان لري

naweed_admin
Wed, Jun 14 2023 6:01 PM
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف الدین شرف او ځينو نورو رئیسانو هم ګډون درلود، د دې وزارت د ولایتي رئیسانو لپاره د کاري سمون او همغږۍ درې ورځنی سمینار پرانیست.
مولوي دین محمد حقبین خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو ولایتي رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او د دې سمینار د ارزښت او موخو په اړه یې توضیحات ورکړل همداراز يې څرګنده کړه: د دې وزارت مسؤلیتونه درانه او زيات دي چې باید ټول په ګډه خپلې دندې او مکلفیتونه په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړو او خپلو ولسونو ته لازم او د پام وړ خدمات ترسره کړو. مولوي حقبین د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ولایتي رئیسانو وغوښتل چې د خپلو دندو پر مهال دې ټولو ولایتي ادارو سره نږدې اړیکې ولري او پخپلو چارو کې دې د اطاعت پذیرۍ اصل په بشپړه توګه عملي کړي، د دې ترڅنګ دې اجازه نه ورکوي چې په کارونو کې یې غیر قانوني مداخله وشي.
ور پسې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف الدین شرف د یوه پريزنټېشن له لارې د دې ریاست د مسؤلیتونو، عمده فعالیتونو، لاسته راوړنو او هم ځينو خنډونو په اړه د سمینار ګډونوالو سره معلومات شریک او له دوی یې وغوښتل چې پر وخت سره دې د خپلو کړنو او اجراآتو څخه راپورونه د دفتر ریاست سره شریک کړي، چې په اړه یې قانوني اقدام وشي.
په همدې ترتیب د تهیې او تدارکاتو رئیس مولوي عبدالمتین مولوي زاده، د پالیسۍ او پلان رئیس مولوي محب الله او د نظارت او ارزونې رئیس مولوي نجیب الله وقاد هم د خپلو اړوندو ریاستونو د وظیفوي مسؤلیتونو او فعالیتونو په اړه د پریزنټېشنونو له لارې هر اړخیز معلومات شریک او وړاندې کړل.
د یادولو ده چې یاد درې ورځنی سمینار به د چهار شنبې تر ورځ دوام و مومي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرکزي رياستونه به پخپل وار د خپلو کړنو په هکله معلومات شریک کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS