د کاري چارو مرستیال وزیر د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا له مشر سره وکتل

naweed_admin
Wed, Mar 23 2022 3:44 PM
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا(PACC)  له مشر ښاغلي دوکتور محمود السامرایي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په لمړیو کې ښاغلي السامرايي وویل چې د ا.ا.ا له بریالیتوب څخه خوښ دی او د کاري چارو مرستیال وزیر ته یې په دې هکله مبارکې وویله او زیاته یې کړه چې یاده بریا د ټول اسلامي امت هیله وه. ښاغلي السامرايي وویل: هڅه کوو چې په  راتلونکې کې د مرستندویه  مؤسساتو او نړۍوالو  بنسټونو له لیارې د اسلامي هیوادونو د خیّرو  خلکو مرستې  د ا افغانستان بې وزله او ناداره خلکو ته را ټولې کړو؛ ترڅو وکولای شو خپله اسلامي او انساني دنده د افغانستان مسلمان ملت پر وړاندې ترسره کړو.
ښاغلي محمود السامرایي د کاري چارو له مرستیال وزیر څخه وغوښتل چې د افغان-کوریا د فني او حرفوي زده کړو له انسټیټیوټ څخه ورته د لیدنې زمینه برابره کړې، ترڅو وکولای شی د یاد انسټیټیوټ ستونزې، نیمګړتیاوې  او اړتیاوې تشخیص او د حل لپاره له خپلو کاري شریکانو سره شریکې کړي او یاد انسټیټیوټ لپاره د مرستندویه او روزنیزو بنسټونو مرستې او همکارۍ را جلب کړي.
وروسته د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د افغانانو او  د افغانستان حکومت لپاره د مرستندویه بنسټونو  او د نړۍ د مسلمانانو د مرستو د جلبولو  لپاره د دوکتور السامرايي له پاک، اسلامي او انساني  احساس او ولولو څخه مننه وکړه؛ ژمنه یې وکړه چې د هغه د هر ډول کاري فعالیتونو  د تسهیل په موخه به هر ډول همکاري کوي او اړونده مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د افغان-کوریا انسټیټیوټ څخه د ښاغلي السامرايي د لیدلو لپاره همکاري وکړي.
دواړو لوریو په پای کې د آسانتیاوو او د همغږۍ  رامنځته کولو لپاره  دا ډول لیدلو کتلو پر دوام ټینګار وکړ  او هغه یې ګټور وبلل.
د کاري چارو مرستیال وزیر ژمنه وکړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مقام سره په مشوره به د د افغانستان لپاره د مرستو را جلبولو په موخه د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا فعالیت او کاري چارو د تسهیل په موخه  به هر ډول مناسب شرایط برابروي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS