د ماشوم نړيوالې ورځې نمانځنې موخه د زيانمن شويو ماشومان د حقونو لپاره غږ اوچتول دي

publish
Tue, Jun 01 2021 7:19 PM
W

.

 کابل: ۱۴۰۰/۳/۱۱ هـ ش 
دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست غلام حيدر جيلاني د ماشوم نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې وکړه؛ و يې ويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت ترڅنګ ټولې ادارې او هيوادوال مسؤل دي؛ څو د ماشومانو د حقه حقونو برخه کې هڅې وکړي؛ نوموړي زياته کړه چې د ماشومانو د ملاتړ قانون موږ مکلف کړي يو؛ څو د ټولنې د دې قشر ښه پالنه او روزنه وکړو. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست همدارنګه زياته کړه، چې په ۴۹۰ وړکتونونو کې شا او خوا ۳۰ زره ماشومان روزل کيږي او همدارنګه د وزارت اړوند ۶۸ روزنتونونو کې نږدې ۱۰ زره بې سرپرسته او يتيم ماشومان ساتل او روزل کيږي. 
دې ناسته کې د وړکتونونو مشرې حوريه فيضي سردارزاده هم خبرې وکړې و يې ويل: سږ کال په هيواد کې د ماشوم نړيواله ورځ ( په ماشومانو پانګونه پر ښې راتلونکې پانګونه ده.) تر شعار لاندې نمانځل کيږي، نوموړې زياته کړه، چې د وړکتونونو عمومي رياست تل هڅه کړې څو د ماشومانو د حقونو ترلاسه کولو لړۍ رواج کړي چې د دې لړۍ لا ښه پراختيا کې ټول دولتي، خصوصي اداري او رسنۍ مسؤليت لري؛ څو د عامه پوهاوي برخه کې مرسته او همکاري وکړي. 
ميرمن سردارزاده و ويل: دغه ورځ د وړکتونونو عمومي رياست په ځانګړې پاملرنه نمانځل کيږي، چې موخه يې د هيواد ماشومانو په ځانګړې توګه زيانمن شويو ماشومانو حقونو لپاره عدالت غوښتنه ده.
په دې ناسته کې د يونيسف ادارې استازې ميرمن سوزارن فرهمن هم د خپلو کړنو او ماشومانو اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه. 
د ماشومانو نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون کمشنرې ميرمن راضيه صياد؛ وړکتونونه د ماشومانو د روزنې او ټولنيز پرمختګ برخه کې مهم و بلل او ماشومان يې د کورنۍ او ټولنې ټولنيز او اقتصادي اساس ياد کړل. 
د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرې ليلما شريفي بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډونو او حل لارو خبرې وکړې او د هرې کورنۍ لپاره يې د ماشومانو د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډونو او عواملو پيژندلو باندې ټينګار و کړ. 
د ماشومانو نړيوالې ورځې نمانځغوندې پای کې د ايران هېواد د رايزني فرهنګي مرکز او روپاني بنسټ په همکارۍ د ماشومانو لپاره د کتابونو او ماشومانه وسائيلو نندارتون هم جوړ شوی وه؛ چارواکو د ماشومانو لپاره د ځانګړو کتابونو ليکل او چاپيدل ګټور ياد کړل او ياد کتابونه يې د ماشومانو په ټولنيز پرمختک او ذکاوت کې مهم و بلل.

Latest news

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

BACK TO NEWS