باميان ولايت ته د کار او ټولنيزو چارو وزير کاري سفر

publish
Sat, Jan 02 2021 11:20 AM
4

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د يو لوړ رتبه پلاوي په ملتيا باميان ولايت ته سفر وکړ او د زيانمن شويو ماشومانو څخه د ملاتړ مرکز يې پرانست.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د ياد مرکز پرانستې مراسمو کې وويل، چې ياد وزارت په نوي مالي کال کې د باميان ولايت روزنتون را منځ ته کولو او کارموندنې برخو کې جدي پاملرنه لري.

بشير احمد ته ينج د باميان والي سيدانور رحمتي سره په کتنه کې د کارموندنې، کاري فرصتونو را منځ ته کولو، د کار او ټولنيزو چارو رياست پراختيا او د ياد رياست د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

د باميانو والي او مسؤلينو ياد ولايت کې د فقر اړوند خبرې وکړې و يې ويل، چې باميان ولايت کې ګڼ شمير کاري فرصتونه شته او اړتيا ده؛ څو جدي پاملرنه ورته و شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د باميانو والي د نظرونو او وړانديزونو اوريدلو وروسته وويل، چې د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د وزارت جدي ملاتړ لري او د رياست اړوند ستونزې به په نږدې وختو کې حل شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير وويل چې جګړو، فقر او ګډوډۍ له امله هيوادوال په ځانګړې توګه يتيمان زيات ملاتړ ته اړتيا لري او په دې برخه کې به جدي کار وکړي.

ښاغلي ته ينج زياته کړه، چې د ماشومانو د ملاتړ مرکز کې به هغه ماشومانو چې زيانمن او د ژوند تيرولو وس نه لري، و روزي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير و ويل: نوي مالي کال کې ګڼ شمير پلانونه شته او هڅه به وکړو؛ څو د کارموندنې، فقيرو ماشومانو ته د رسيدو او نورو برخو کې کار وکړو.

د ويلو ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير به باميان ولايت ته د کاري سفر په ترڅ کې مدني ټولنو، ملي سوداګرو او رسنيو استازو سره هم وګوري او د ستونزو د حل او زيانمن شويو ماشومانو د لا ښه ملاتړ په برخه کې به ورسره خبرې وکړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS