ماشومان، د ښوونې او روزنې ترڅنګ تفريح ته هم اړتيا لري!

publish
Tue, Oct 06 2020 1:31 PM
5

څو ورځې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج د کابل روزنتونونو کاري څانګو ليدلو او ماشونونو احوال اخيستو په موخه د علاوالدين د انجونو روزنتون ته ولاړ او د ماشومانو ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل، چې د سرپرست وزير سره په ليدنه کې د ماشومانو يوه غوښتنه هم د تفريح او ستومانۍ رفع کولو په موخه تفريحي ځايونو ته د هغوی بيول وه.

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست د ماشومانو دې غوښتنې عملي کولو په موخه مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې ماشومان د زده کړې ترڅنګ تفريح ته هم اړتيا لري او له مسؤلينو يې و غوښتل؛ څو د يو منظم پلان له مخې د روزنتونونو شاګردان د تفريح په موخه تاريخي او تفريحي ځايونو ته بوځي.

په همدې موخه د علاوالدين روزنتون مسؤلينو، د تفريحي تقسيم اوقات له مخې د ياد روزنتون شاګردان د بابر تاريخي او تفريحي بڼ ته بوتلل؛ څو د ستومانۍ رفع کولو ترڅنګ د ياد بڼ له تاريخ ارزښت څخه هم پوه شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ د روزنتونونو له رئيسانو او مسؤلينو او شاګردانو څخه د مننې ترڅنګ له هغوی و غوښتل؛ څو د بې سرپرسته ماشومانو غوښتنې تل واوري او د هغوی دغه ماشومانه اړتيا ته غوږ و نيسي او تفريحي تقسيم اوقات په منظم او دومداره توګه پلی کړي.

د مسؤلينو په وينا چې ورته تفريحي ليدنې به له دې وروسته هم دوام و لري.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS