د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت د مختلفو اقشارو له استازو سره وکتل

media_admin
اثنين, فبراير 10 2025 10:59 صباحا
کابل

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري نن د کابل ولایت د ۲۲ ګونو ناحیو او ۱۴ ولسوالیو علمای کرامو، متنفذینو او د ځوانانو له استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري راغلو مېلمنو ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ وویل: د ناستې اصلي موخه، یو د بل پیژندل او شته ستونزو او ننګونو ته په ګډه توګه د حل‌لارو لټول دي، ځکه د ولس له همکاریو پرته مسؤلین نه‌شي کولای ټولې ستونزې حل کړي، ولس باید د ټولنې ستونزې د مربوطه ادارو مخې ته کیږدې او مسؤلین هم خپل محدودیتونه له ولس سره شریک کړي، ترڅو متقابل تفاهم رامنځته شي.

الحاج ملاعبدالمنان عمري زیاته کړه: د ولس زړونه هغه وخت لاسته‌راوړلی شو، چې د هغوی ستونزې تشخیص او ورته په دقیقه او هراړخیزه توګه د حل‌لارې پیدا کړو؛ ځکه د دوی ستونزو له حل پرته د ولس ملاتړ ترلاسه کول ناممکن ده، یوازې د ستونزو په حل سره یې کولای شو چې د ولس د مایوسی مخنیوی وکړو.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر وویل: بهرنیو هېوادونو ته تګ د حل لاره نه ده؛ ځکه د هر هېوادوال عزت یوازې په خپل هېواد کې خوندي دی، موږ هڅه کوو، چې بهرته په قانوني او عزتمن ډول د افغان ځوانانو د لېږد زمېنه برابره کړو.

په همدې توګه غونډې ته د قره‌باغ ولسوالۍ قومي مشر مولوي فاضل فضلي وویل: د اوبو د مدیریت او مهار په څیر د لویو پروژو په پلي کیدو سره کولای شو؛ چې د بېکاری ستونزه تر ډیره بریده راښکته کړو.

د کابل ولایت د ۱۳مې ناحیې استازي محمداسحق صفدري، افغاني ټولنه یوه زراعتي ټولنه وبلله او د زراعت سکتور ته لومړیتوب یې د بېکاری ستونزې په کمښت کې اغیزناک یاد کړ.

ورته مهال د ۲۲ ناحیو د وکیلانو د شورا عمومي رئیس احمدشاه‌الکوزي هم غونډې ته وویل: د کار  او فني او حرفوي  زده‌کړو پراختیا او بهر ته د افغان کارګرانو قانوني لېږد د بېکاری کچه راټیټولی شي.

په پای کې د کابل ولایت د نورو پاتې ناحیو او ولسوالیو استازو؛ بېکاري؛ د هېواد له لویو ستونزو وګڼله او په هېواد کې د زراعت میکانیزه کول، زراعتي او صنعتي بانکونو جوړول، د بيکاری عواملو او کاري فرصتونو پنځولو لپاره د علمي سیمینارونو دایرول، د زراعتي محصولاتو کښت، پروسس او تجارت ته بهتره زمینه برابرول، ولسوالیو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د بهیر غځول، صنعتکارانو او پانګه‌اچوونکو ته د اسانتیاوو برابرول یې په هېواد کې د بېکاری کچې په کمښت کې اړین وبلل.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار