کابل کې ٢٠ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

کابل کې د فني او حرفوي زده کړو له یوه خصوصي مرکز څخه ٢٠ تنه ځوانان د کمپیوټر جوړولو حرفې له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او د دې حرفې کاري وسایل پرې ووېشل شول.
د دې ځوانانو په فراغت غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماهرو کاریګرو د روزنې او تنظیم په موخه اوسمهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده کړو په مرکزونو کې سلګونه تنه ځوانان تر روزنې لاندې دي، چې تر فراغت وروسته به د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې خورا ګټور تمام شي.
د کار چارو معین له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو مؤسسو هم وغوښتل، چې د دې کړېدلي ولس سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې د دې وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو کې پراخوالی راولي.
ورپسې د فني او حرفوي زدهکړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز څرکنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزونو ماسېوا د دې وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼ شمېر خصوصي مرکزونه هم فعالیت کوي، چې هر کال په سلګونه تنه ځوانان د کار بازار ته عرضه کوي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام له فارغو شویو زدهکوونکو وغوښتل، چې د کسب شویو مهارتونو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته ګټور خدمات وړاندې کړي.
په پای کې د ASTO همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا د خپلو فعالیتونو په هکله د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې د فراغت غوندې په پای کې د همکارې مؤسسې په ملاتړ پر فارغو شویو ځوانانو د کاري وسایل ترڅنګ د دې حرفې سندونه هم ووېشل شول.