کابل کې ٢٠ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۵۵
n

کابل کې د فني او حرفوي زده کړو له یوه خصوصي مرکز څخه ٢٠ تنه ځوانان د کمپیوټر جوړولو حرفې له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او د دې حرفې کاري وسایل پرې ووېشل شول. 
د دې ځوانانو په فراغت غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماهرو کاریګرو د روزنې او تنظیم په موخه اوسمهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده کړو په مرکزونو کې سلګونه تنه ځوانان تر روزنې لاندې دي، چې تر فراغت وروسته به د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې خورا ګټور تمام شي. 
د کار چارو معین له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو مؤسسو هم وغوښتل، چې د دې کړېدلي ولس سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې د دې وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو کې پراخوالی راولي.
ورپسې د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز څرکنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو ماسېوا د دې وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼ شمېر خصوصي مرکزونه هم فعالیت کوي، چې هر کال په سلګونه تنه ځوانان د کار بازار ته عرضه کوي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام له فارغو شویو زده‌کوونکو وغوښتل، چې د کسب شویو مهارتونو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته ګټور خدمات وړاندې کړي. 
په پای کې د ASTO همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا د خپلو فعالیتونو په هکله د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه. 
د یادونې وړ ده، چې د فراغت غوندې په پای کې د همکارې مؤسسې په ملاتړ پر فارغو شویو ځوانانو د کاري وسایل ترڅنګ د دې حرفې سندونه هم ووېشل شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۱
Background image

له کار څخه راولاړو شویو اختلافاتو د حل عالي کمېسیون ناسته وکړه

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، د کار چارو معین، د اړوندو ادارو مسؤلینو، د کارګرانو اتحادیې، د خصوصي سکتور او د یو شمېر شرکتونو د کارفرمایانو او کارګرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

کونړ کې ۴۸۷ تنه له زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ژمني توکي ووېشل شول


د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په نورګل او خاص‌کونړ ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۴٨٧ تنه زیانمنو مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمني توکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

توزیع ابزار کار برای ۲۹ تن از فارغان فن و حرفه در بلخ

 

به‌اساس تلاش‌ها و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۲۹ تن از کارآموزان فارغ شده‌ در حرفهٔ ترمیم موترسایکل، ابزار کار توزیع گردید.

ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ. . .

بیرته خبرونو ته